د مولانا خادم مقالی

د اوښکو ارزاني

که غله او ارتزاقیات قیمته شي، خو د فصل په راوتو رفع کیږي، که کالي او لباس قیمته شي، بیا هم څه نه څه گوزاره کیږي. خلک وايي:

 بربنډ له لارې اوړي، وږې نه اوړی که فیشني شیان قیمته شي نو قیمته دې شي کنه!

 (تجمل بیل شی دی او زندگي بیل شی)

که اسعار قیمته شي نو د دولت په تصمیم یې علاج ممکن دی چې غیر ضروري اوله، دویمه او دریمه درجه شیونه له استعماله وغورځوي!

 که دا ټول شیونه په یوه سویه ارزانه شي نو د یوه مملکت دپاره د رفاه او اسایش وسایل لاس ته راځي، اما اجتماعی سعادت او خوشبختي دغه وخت هم نه حاصلیږي.

د ژوند سعادت او خوښي، د مادیاتو په زیاتوالي او ډېروالي دومره اړه نه لري، لکه د ضمیر په ازادۍ او د روح په خوشحالۍ پورې!

په ژوند کې خطرناک او مدهش حال دادی چې اوښکې ارزانې شي، وېره، دهشت او درد موجود وي او دوا یې نه وي!

په طب کې د هر درد، خوږ، پرهار او ټپ علاج شته، مگر نه د زړه د درد او زخم!

د زړه د درد علاج پخپله د زړه درد دی او بس!

د اوښکو د ارزانۍ، علاج، د پول او پیسو د ارزانۍ غوندې نه دی چې د اقتصاد کوم ماهر یې علاج وکولای شي!

او نه د زراعت متخصصان په دې کار پوهیږي!

بې دردي په قوم او جامعه کې داسې یو مرض دی چې په علاج یې فقط پیغمبران پوه شوي دي!

اې خدایه موږ نه هغه زړونه واخله چې د مظلوم او بې وزلي له سترگو څخه په عبث تویدونکو مرغلرو نه خوږیږي او هغه لاس او پښې او ژبه مه راکوه چې بې لاسو او بې پښو ته صدمه رسوي او خلک ژړوي!!!

کابل، جوزا ۱۳۳۵

خادم