د مولانا خادم مقالی
د رباب نغمه
تمامه شپه د غړولو سترگو په کتون او لټون.... لکه د سهار ستوری ستومانه او نا امیده شوی وم، رپیدم، ترهیدم او زنگیدم !
غوښتل مې چی کوم داسې افق کې سر کښیږدم چې ونه گورم دا دنیا او خړمخ یې.
د پسرلي د سهار وږمه، چې د سروغوټیو له مخه د شین داوڼ پورته کولو دپاره له اسمانه راغلې وه، زما په زړه یې ورو لاس تیر کړ.
نمرلا په خپلو وړانگو جهان طلایي کړی نه ؤ.
د سهار خفیفې رڼا دنیا د یاسمن په گلانو کې پټه کړې وه. نسیم ورو یو آواز راووړ.
لکه د ښاپیرو د پښو د گنگرو شرنگهار.
هو، د زندگۍ د زړه تارونه رپیږي، (رباب) دی ؟ نه (رباب) دی.
د نغمې په وزرونو د ساز د چپو د ټیټ و پاس، په زینه وختم
له دې خاورینې تودې.
دا وړې او زړې خبرې راته سپکې او عبث ښکاري. د روح په پرواز کې مې د رباب نغمه اوریده.
چې څنگه د نورو کوچینو او لویو سازونولارښوونه کوي.
د رباب واړه، واړه تارونه د دوه غټو د اهنگ په پیروۍ روان دي او خپل غږونه د هغو د ندا سره جوختوي.
سرینده ورسره خپل ژړغونی غږ پورته کړی.
طبله په مناسبه موقع کی خپل غم ژاړي او له جدایی شکایت کوی.
چنگ او نور واړه سازونه د بلبلو او مرغیو په شان په نریو اوازونو دغه نغمه تکمیلوي. ددغو ټولو په هم آهنگۍ او یوه خوله کیدو سره ، داسې ساز منځ ته راځي چې انسان اسمانونو ته بیایي. هو! د ژوند هره نغمه بې له لارښوونې او پیروۍ نه تکمیلیږي.
رښتیا ده چې روح د خوشالۍ په وخت کې (ارتقایی پرواز) کوي.
او چی واړه او غټ په کې هم آهنگ نه شي، (د ژوند ساز) بې سره غږیږي.
نوای ربابه، ای مستوونکیه، خوشالوونکیه ملگریه ! مونږ ته په خپلو خوږو نغمو کې، د معراج نور اسرارهم ووایه !!!
هو! ملي وحدت !
مولانا قیام الدین خادم