د مولانا خادم مقالی

مولانا قیام الدین خادم د کتابونو نه علاوه زرگونه مقالې او رسالې لیکلي دي. (رڼه چینه) د ارواښاد قیام الدین خادم د مقالو مجموعه ده چې استاد لعل پاچا ازمون په تیرو څو کالونو کې غونډې کړي او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، په دوه جلدونو کې چاپ کړیده.

 دا څو مقالې مو د ټولگو نه د نمونې په ډول دلته خپرې کړي. رڼه چینه د مولانا خادم د نثري لیکنو مجموعه ده. د پښتو د معاصر منثور شعر بنسټگر، استاد خادم د نثر د ځانگړتیاوو، شاعرانه افکارو، د استدلال د قوت، موسقیت، لفظي ښیگڼو، د منثور نظم او د هغه د نثر خصوصیات په ‏دغه کتاب کې (رڼه چینه ) لوستلی شئ.