د مولانا خادم مقالی

سل کاله عبادت ، یوه خبره د حقیقت

مولانا قیام الدین خادم، دغه خبره، د نن نه ۴٣ کاله پخوا، په هغه سمینار کې کړیده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پښتو د چاپي اثارو په هکله په انټرکانینټل هوټل کې دایر کړی و. مولانا خادم د پښتو د ولسي ادب یا ادب العوام په هکله مقاله لیکلي، او په سمینار کې لوستې وه. مرحوم خادم چې سلګونه علمي او تحقیقي مقالې، لسګونه کتابونه، رسالې اومضامین لیکلي دي، دننه په ملک کې او د ملک نه دباندې یې په خارجي هیوادونو کې په سمینارونو، کنفرانسونو او غونډو کې ویناګانې کړیدي، د مشرانو د جرگې د غړیتوب په وخت کې د جرګې په غونډو خبرې کړیدي، د خاصو ملي ورځو په مناسبت یې په رسمي اوغیر رسمي محافلو او مجالسو کې په ګډون علاوه، ویناوې کړیدي، مګر متاسفانه د افغانستان په هیڅ دولتي موسسې په ارشیف کې، تر دې اخرو کالونو پورې نه کومه داسې فیته وه، او نه هم کوم داسې کسټ چې د مولانا خادم غږ په کې وي.

د دوه زره څلورم کال راهیسې زیبا خادم افغانستان ته د دوه سفرونو په وخت کې راډیو افغانستان ته ورغلې او په دې برخه کې یې مرسته غوښتې وه. اول وار ورته ویل شوي و چې د راډیوکسټونه، ریلونه او فیتې ګډوډې او له دوړو ډکې پرتې دي، نو لږ وخت په کار دی چې ارشیف بیرته مرتب شي. په دویم ځل، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ریس زرین انځور صاحب ویلي‌ و چی ارشیف لا هم بیخې گډوډ دی، خو کار روان دی چې ټول مواد ډیجیتل شي، نو ښایي د خادم صاحب ډیرغږونه هم پیدا شي. په دوه زره شپاړسم کال کې، د مولانا خادم کشرۍ لور مکئ خادم چې افغانستان ته ورغلی وه، دغه هڅې ته یې ادامه ورکړه.

اوس، زیری دا دی چې له نیکمرغه د پښتو د چاپي اثارو سمینار، چې ۴٣ کاله مخکې جوړ شوی ؤ، او استاد خادم په کې خپله مقاله لوستې وه، هغه غونډ جریان ثبت شوی ؤ، او فیته یې د راډیو په ارشیف کې موجوده وه.  بیا درې کاله مخکې ددغه فیتې کاپي د زرین انځورصاحب په اجازې او د ارشیف د مسول په کومک محترم سید اجمل فخري ته سپارل شوې وه. سید اجمل فخري، د مولانا قیام الدین خادم د ترور لمسی، دغه آډیو تر نن ورځې پورې امانت ساتلې وه.

په ویب سایت کې ددغې مقالې د اچولو نه مخکې، سید اجمل فخري صاحب بیا څو وارې منډې ترړې وکړې او د ارشیف نه یې دا نور معلومات هم تر لاسه کړل.

A close-up of some writingDescription automatically generated with low confidence

مګر دا معلومات نه شته چې د سمینار نطاق څوک و چې وایي: ((اوس له ښاغلي مولانا خادم صاحب څخه خواهش کوم چی دوی خپله مقاله واوروي او مونږ مستفید کړي. مهرباني وکړئ!))

ویل کیږي چې عکس نیم دیدن دی، خو عکس اوغږ ښه سم دیدار دی چې خاطرې د ټول کیف و کان سره د انسان په ذهن کې بیرته راژوندي کوي.  مونږه (د مولانا خادم کورنۍ ) د ادب او کلتور ددغه مینه وال، د ننگرهار په ولایت کې د تکواندو د سازمان موسس او د افغانستان د محصلینو د علمي او فرهنگي ټولنې عمومي مشاور سید اجمل فخري د کوششونو بې حده قدرداني کوو چې ډیره هڅه یې وکړه، او د مولانا خادم غږ یې، چې ښایې د ډیرو په ذهن کې نه وي پاتې، وروسته له څه باندې څلورو لسیزو زمونږ او ستاسو تر غوږونو را ورساوه.  اوس ډیرو خلکو ته ددې مقالې د محتوا اهمیت او ارزښت ځکه زر چنده شویدی، چې مولانا خادم پخپله لوستې ده او مونږ یې غږ اورو

همدا شان د راډیو تلویزیون د معاون عبدالغنی مدقق نه مننه چې اوس یې بیا د ارشیف مسول ته وظیفه سپارلې چې لیستونه ښه په  ځیر وګوري، ښایې د خادم صاحب کومه ویډیو او یا نورغږونه هم موجود وي چې مونږ (د مولانا خادم ویب سایت) ته یې را وسپاري.

د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون نطاق، د آواز د مجلې مسلکي غړی او د پښتو برخې مسول ظهورکمال، د ملي رادیوتلویزیون د ارشیف د پخواني معاون محمد صدیق، او د ملي رادیوتلویزیون د تکنالوژۍ ریس انجنیر فرید میرزاده، کور دې ودان وي چې په دې برخه کې یې ډیره زیاته همکاري کړیده.

پوره مقاله دلته اوریدلی شئ !

د خادم ویب پاڼې د موادو د خپرولو حق د خادم اکاډمۍ دی.

د لیکنو او د موادو بیا خپرول، د منبع د ذکر نه پرته جواز نه لري.