د مولانا خادم مقالی

 

ایا د وطن مینه غریزه ده؟

(یوه مکالمه)

یو پوه پښتون چې په کابل کی مسافر اوسیږي، د یوه کرايي کور نه بل ته لیږدیلی ؤ. یوه شپه څو تنه پوهان او  لیکوال دده میلمانه شول.

یوه میلمه وویل څنگه دا کور ښه دی که پخوانی؟

ده وویل: دا کور ما ته ښه ښکاري او ډېرې ښیگڼې لري.

بل میلمه : هو د ټولو نه یې په انگړ کې دا گلان ښه دي.

کوربه : هو ! ددې دپاره چې تاسو کله راځې او شاعرانه لطف اندوزي تری کوئ او زما دپاره خو د گلانو وجود او د هغه د کرلو او روزلو زمینه یوه خوندوره مشغله ده. زه هم ورته وزگار یم او په ځمکه کې کار کول ز ما پخوانی عادت دی.

په وطن کې مې هم دا کار ډېر خوښیده او دلته هم ماته دیر په زړه پورې دی.

ش :  ته د خاورو خدمت کوې او دا هم یوه نظریه ده چې دهقانان او زمینداران د خاورې د مینی په سلسله کې د وطن سره ډیره مینه پیدا کوي او دوی د نورو طبقاتو نه زیات د وطن دفاع کوي او دا ځکه چې: یو مامور هلته خوشحالیدلی شي چې غټه چوکۍ ور و رسیږي او یو تاجر هلته اوسیږي چی تجارت یې ښه چلیږي. خو یو بزگر ته د خپل پټي پوله د هر څه نه زیاته گرانه وي نو په دغه ترتییب یی د وطن دوستۍ جذیه قوي کیږي. نه پوهیږم چې ښاغلی ( ق ) به د وطن دوستۍ فلسفه ومنې او که نه ؟

ق:  زه د وطن دوستۍ په فلسفه باندې باور لرم ځکه چې وطن پرستي د انسان غریزه ده.  او دا هم منم چې بزگر طبقه نسبت نورو ته وطن دوستي لري.  تاسې څنگه وایې چې زه به د وطن دوستۍ فلسفه ومنم او که نه ؟

 ش :  زمونږ دا خیال ؤ چې ستا فلسفه به ډیره عالي وي او په بشردوستۍ کې به تا دومره انهماک کړې وي چی د وطن دوستۍ خبره به درته ډېره وړه ښکاره شي.

ق :  زه د بشر دوستۍ نه انکار نه لرم، خو د وطن دوستۍ غریزه د بشر دوستۍ منبع گڼم. هغه کسان چې د خپل وطن سره مینه نه لري نو بشریت سره به څنگه مینه ولري ؟ د انساني مینې دایره د خپل ماحول نه شروع کیږي.

ش :  غریزه خو به نه وي مگر د احتیاج په اثر دا مینه پیدا کیږي.

ا :  هو ! رښتیا وایی هغه کسان چې د هغو مفاد پر وطن مربوط نه وي، هغو کې ددې مینې دومره سراغ نه کیږي.

ق :  خیر نو اول باید دا خبره سپینه شي چې وطن دوستي په انسانانو کې فطري ده که نه ؟

ا :  ښه سوال دې وکړ، خو ته پخپله په کې څه وایې ؟

ق :  زه خو وایم چې دا د انسان یوه فطری او طبیعي غریزه ده.

ش :  ته به دا وکړې چې دا خبره په دلایلو ثابته کړې ؟

ق :  زه حاضر یم چې په دې باره کې خپل دلایل تاسو ته واوروم که څه هم زما په خیال دا خبره ډیرو دلایلو ته محتاجه هم نه ده.

ا : تاسې خو ووایی چی څه وایې ؟

ق :  تاسې ته خو معلومه ده چې محیط او آب او هوا په انسان، حیوان او نبات خپل تاثیرات اچوي چې البته د یو محیط د مولود ژوند ددغه محیط مرهون وي.

د انسانانو د رنگونو، قوارو، کړو وړو او بیا د مزاجونو، اخلاقو او نفسیاتو تغایر او تفاوت، د محیطونوو د اختلاف نتیجه ده.  تاسې وگورئ د شنو فصلونو ملخ شین دی او د شودیارې خړ وي. نو هر کله چې محیط  دومره تاثیر لري او د حیوان او نبات په شکل کې دومره برخه لري نو بنیادم د حیات د ادامې د شرطونو په اساس دغه ځای سره طبیعي مینه لري او دا مینه فطري ده. گورئ مرغان د خپلو ځالو څومره دفاع کوي.

ش :  مونږ ته  ستا مطلب پوره واضح نه شو ځکه یگ بنیادم به وي چې د دنیا په مختلفگ محیطونو کې یې ژوند تیر کړې وي، د مختللفو محیطونو مادي او معنوي تاثیرات به یې په ځان منلي وي نو ویلی شو چې ټوله دنیا دده وطن دی.

ق :  وطن خو معلوم شی دی. گرځیدل او سیر و سیاحت ځانته کارونه دي، استثناآتو کې حسابیږي.

ش :  زمونږ د وطن مرغان چې اوړې دلته وي او ژمی ځي، وطن یی کوم یو دی ؟

ق :  دلته همدومره ویل کیدای شي چې دغه مرغان دوه وطنه لري. وگورئ همدغه توتکې چې ژمی لاړې شي په پسرلي کې بیرته خپلې ځالې ته راځي او خپله مېنه نه هیروي. دغه وطن دوستي ده.

ش ؟  نو ته چې وطن څه شی دی ؟

ا :  هو! که په لنډو الفاظو د وطن تعریف وکړې، نو وروسته به دې غور وکړو چې ددغه وطن مینه فطري ده او که نه ؟

ق :  دا ډیره ښه خبره ده.  زه وایم وطن هغه ځای دی چې سړی په کې پیدا شوی او لوی شوی وي.

ش :  ښه نو که د یو امریکني مسافر سړي په کابل کې زوی پیدا شي هغه به ته کابلی وبولې ؟ 

ق : تاسې ولی داسې کوئ، د چا چی تربیت په کوم ځای کې شوې وي او عارضي نه وي، هغه یې وطن دی. یعنی ډیر الهامات اخستل ترې شرط دی.

ا :  نو لومړنې تعریف دې نیگړې دې.

ق : زما تعریف نیمگړی نه دی وطن خو مېنې ته ویل کیږي او د مېنې همدا تعریف دی.

ش : ته د کوچیانو مېنه هم وطن بولې ؟

ق : هو، کنه !

 ش : ته خو وایې وطن هغه ځای دی چې سړې په کې پیدا شوې او لوی شوې وي. یو کوچئ فرض کړ، په پیښور کې پیدا کیږي او بیا را سمیږي اوړې په ایلبند او ژمی په ښپه کته سیمو کې تیروي.

او بل ورور یې په ننگرهار کې زیږیږي او ټول په دې مختلفو سیمو کې لوییږي د دوی وطن کوم  ځای دی ؟ 

ق :  دا ټولې سیمې چې دوی په کې اوړې او ژمی تیروي د دوی وطن دی او یو هم نشي پریښودلی او د دفاع په وخت کې د دوی مینه که ددې کلیوالو نه زیاته نه وي نو کمه هم نه ده. منتها دومره چې ددغه وطن احاطه لږه ارته ده.

ا :  دی خبر و نه تیر شئ راځئ هر یو دې په خپل خیال د وطن تعریف وکړي.

ص :  په دې خبره باندې رای گیري په کار ده.

ش :  ښه نو ووایی خپل نظریات !

ق :  ما خو مخکې ویلي دي چې وطڼ هغ٨ه ځای دی چې سړی په کی پیدا شوې او لوی شوې وي.

ش :  ښه نو که یو سړی په کامه کې پیدا شوی وي افغانستان یې وطن نه دی ؟

ق :  کامه خو هم په افغانستان کې ده، تاسې اوس په الفاظو پورې نښلئ. نو راشئ ووایې د وطن تعریف څه شی دی ؟

ش :  په خندا، د (ق) په وطن کې کناراب هم داخل دی.

ق :  هو، دا په هماغه صورت لکه د سړي په بدن کې چې دده گیډه د ټولو محتویاتو سره داخله ده . اوس نو ستاسو نظریه څه ده ؟

ش :  زما په خیال وطن خاوره ده چې یو معین سیاسي حدود ولري او دغه حدود کله لوېږي او کله ډېریږي.

ا :  زه وایم چې وطن هغه ځای دی چې د مشترکو منفعت په اساس یوه جامعه په کې د یوې ادارې لاندې اوسیږي. دغه خاوره د ټولو وطن دی او مینه ور سره لري.

ص :  زه ددغو تیرو دوه تعریفونو سره موافق یم خو د تاریخي روایاتو یووالی په کې شرط گڼم.

ف :  ده هم څه خوندوره خبره وکړه او ورپسې یې لکه چې بې د ښاغلي (ق) نه نورې نظریې تایید کړې زما پوره په یاد نه دي.

ژ : زه څه نه وایم خو دا نو ددې خبرې دلیل و نه بولئ چې زه گوندې د وطن سره مینه نه لرم.

پ :  وطن هغه خاوره ده چې د یو واحد سیاسي تشکیل لاندې یه جمعه په کې اوسیږي.

ع :  زه وطن تر سیاساتو پورته گڼم، زما په خیال د سړي وطن هغه ځای دی چې په طبیعی او عادي صورت سره د سړي د تشکیل ټول مواد د هغه ځای نه تهیه شوي او روزل شوي وي، او دا سلسله د یوې اوږدې زمانې پورې همدلته مخکې تللې وي او په دې اساس ددغه ځای سره مینه لرل د ځانه سره مینه لرل شو. نو ځکه یې طبیعي بولم.

ا :  مونږ خو  په دې تعریف پوه نه شوو.

ش :  رښتیا څه اعلاط خو لري.

( ډوډۍ راغله او خبرې پرې شوې)

درنو لوستونکو!

ددې مکالمې د دویم مجلس د خبرو د لوستلو دپاره د ( نوې رڼا) د کتاب ۴٠٢ پاڼې ته ورشئ.  مننه