د مولانا خادم مقالی
د شیطآن نذر
وايي چې یو سړي د کوم شیطاني کار کیدو دپاره شل روپۍ نذر کیښود.
چې دا کار وشو، سړی له کوره ووت، یو لاروې یې مخې ته راغی، روپۍ یی ورته را وایستې چې واخله کاکا دا شل روپۍ د شیطان په اروا نذر !
هغه ویل : ولې زه درته کافر ښکاره شوم چې د شیطان نذر ما ته راکوۍ ؟ او روپۍ یې ایسته وغورځولې !
دغسې یې بل ته وویل، هغه هم همدغسې جواب ورکړ. دریم او څلورم هم په همدغه شان وتراټه چې څو په پای کې د یو هوښیار سړي سره مخامخ شو. دې هوښیار سړي ورته وویل چې دا روپۍ په دې دری کسانو کی یوه ته ورکړه : اول هغه ښځه چې سرخی سفیده یی کړې، لوڅ سر بازار ته وځي. دویم: هغه سړی چې د جمعی د مانځه په وخت کې په بازار کې سودا کوي. دریم ملک او قریه دار
سړی را روان شوی دی، په خوارۍ یې چیرته دغسې یوه ښځه پیدا کړې ده، ویل یې واخله خورکۍ دا د شیطآن په اروا نذر دی، ما ته چا ویلي وو چې که دغسې یوه ښځه دې پیدا کړه هغې ته یې ورکړه.
ښځې وویل: اخ وروره که گناه گاره یم خو کافره نه یم. ولې به یې اخلم. زما دې توبه وي. بیا به په فیشن او لوڅ سر را و نه وخم.
سړی لاړ وگرځید چې څو یې د جمعې د مانځه په ورځ داسې سړی ولید، چې د مانځه په وخت کی سودا کوي. ده زر روپۍ ورته نیولې دي، ویل یې واخله کاکا دا د شیطآن په اروا نذر دی، او قصه یې ورته تیره کړه. سړي دواړه غوږونه ونیول ویل یې چې زما دې توبه وي. بیا به داسې کار نه کوم. زه خو نه پوهیدم چې دا د دومره لویه گناه ده .
په آخر کی سړی راغې ملک ته ویل یې، واخله ملکه دا شل روپۍ ! ملک ورته وویل د څه بابته ؟ ده وویل د شیطان په اروا مې منلې وې خو اوس یی څوک اخلي نه ! او په گرځیدو مړشوم . ملک ویل: واه، همدا دي که نورې هم شته ؟ سړي وویل : دستي خو همدا دي، ملک ویل: کور دې ودان، هر وخت چې دې دا نذر ملنو، ماته یې راوړه . لاس یې کړو او روپۍ یې جیب ته واچولې.
اتحاد مشرقي ٢٩ کال ۴٥ گڼه
“خادم”
دغه مقاله د (نوی رڼا ) کتاب کی خپره شویده.