د مولانا خادم مقالی

 

 

ایا د جنگ مخنیوی ممکن دی؟

ایا عمومي صلحه په دنیا کی ممکنه ده یا نه ؟ او جنگ له دنیا ورکولای شو که نه ؟  ددې سوال د ځواب دپاره دوه لیاری موجودې دی ! یوه دا چې جنگ د دوه طرفو په منځ کی د څه دپاره کیږي. که سړی هر بحث ته خوشی طول نه ورکوی او انسانی فطرت او تاریخ ته راجع شي، نو ورته معلومه به شي چې جنگونه په مفاد او د مفاد په تصادم باندی کیږي؛ دا سلسله په ټولو حیواناتو کې جاري او ساري ده ، د جاه طلبۍ او نورو قسمونو په جنگونو کې هم چی وسپړلی شی، مفاد موجود وي، نو دلته یوه د احتیاج او د حیات د ادامې مسله ده، او بله د جاه طلبۍ او د حیات د سویی د لوړوالي موضوع ده .  دا دویمه خبره که سړی لږ شانې د دنیا له سیلابه سر را بهر کاندې، او آزادانه فکر وکړی شي، ډیره د بیغمۍ خبره ده ځکه هر څومره چې انسان خپله سویه لوړه وَي او استراحت طلب کیږي، قدرت ور باندې په قهر کیږي او له دغسې خلکو څخه د حیات جمال او جلال او د ښارونو مزه او خوند، لطف او کیف اخلي، نو لږ تعمق په کار دی، د ښارونو او اطرافو د خلکو د ژوند په اعماقو او نفساني کیفیاتو کې ننوتل په کار دي، د تاجرانو، ښاریانو او د اصحاب اقتدار ژوند خو رنگین ضرور دې مگر پر کیفه، پرقوته، مطمین او معنی دار نه دی. د تاجر، مامور او ښاري غوړ خوراک ده ته دومره خوند او فایده نه شی ورکولای، لکه یو دهقان، کاسب مالدار او آزاد کاروالا ته د هغه ساده ژوند.  په دې خبره کې شک نه دی په کار. احصاییو او د نن دنیا ساینټیفیک تجربو ثابته کړېده چې له تاجرانو، مامورانو او ښاریانو ځڅه د اطرافیانو، دهقانانو او مالدارانو صحتونه قوي دي، بدنونونه یې ښکلي او عمرونه یې اوږده دي.

نو دغه تجملات، وراسته مدنیتونه او د حیات د سوېي غیر فطري لوړوالی او جاه طلبي چی نن انسان ورباندې مصروف دی، آیا چټي، عبث او بې معنی خبره نه بده ؟

اوس به راشو د انسان احتیاج او د حیات د ادامې مسلې ته !  د حیات ادامه او له حیاته په طبیعی لطف اخستو کې دغومره بې ځایه تجملاتو ته چی تهیه او راغونډول یې د انسان ټول راحت او اطمینان له منځه وړي او ملا یې ماتوي څه ‍‍ضرورت دی ؟  ساده کور، ساده طبیعی مقوي غذا، صافه هوا ، رڼې اوبه ، آزادانه کار، سپیڅلی زړه، د کار او استراحت توازن، په دې صورت چی حرص او جاه طلبی له ژونده لیری کړی شي، هر چا ته په آسانۍ ممکن دي.  نو په دې حال کې چې د ساده او طبیعي ژوند سامان هر چا ته مهیا کړای شي او د انسانیت سره په دې لیار کې کومک وکړای شي او د بې ځایه جاه طلبۍ او غیر طبیعي تجملاتو بنیاد چې د استعمار او استثمار اساس دی له منځه و ایستل شي لکه چې په دې لیاره کې نن صبا د متحدو او ملگرو ملتو انجمن کوشش کوي او تر ډیره حده یې کامیابي حاصله کړیده، نو بیا د جنگ او جگړو او د ملتونو د نښتو او مشت گریوان کیدو اسباب او علل ډېر محدود کېږي، او چې کوم شی محدود کیدای شي، نو دا خبره عقل ته ډیره نژدی ده چې همدغه شی دې چور ورک کړای شي.

فرض به کړو چې جنگ مو چور منع نه کړای شو، او محدود یې کړو، نو دابه گوندې وړه خبره وي؟

دا هم په خپل ځای کې ډیره غټه خبره ده او د انسانیت مرام حاصلولی شي. مثلا وگورئ، انسان تر اوسه د سل مرض په شافي علاج کامیاب شوی نه دی، مگر په مختلفو ذریعو کولی شي د سل جراثیم محدود او منجمد کاندې او په دغه صورت سره د سل مریض د نورو انسانانو غوندې خپل ژوند ته ادامه ورکولی شي او د سل د مرض د سرایت او د تعدی مخه هم نیول کیدای شي او دا کار په دنیا کې شویدی.  نو په دغه شان سره که مونږ موفق شو چې د جنگ دایره را تنگه کړو او محدوده کړو او د هغه له ضرر او تعدیته جلوگیري وکړای شو، نو دا به مو د انسانیت دپاره څومره لوی خدمت وي، او حقیقتا په دې تېرو کالو کې مو اطمینان بخش موفقیت حاصل کړی دی!

د ملگرو ملتونوټولنې وکړای شول چې د اروپا د جنگ د پیښیدو مخه ونیسي.  په کوریا کې، جگړه محدوده او په متارکه ېي بدله کاندې.  د هند چین جگړه بس او ترک کړی.  د یونان ، ایطآلیا او شرقي اروپا په اورونو اوبه واچوي.  د جرمني خبره د حل خوا ته نژدی کړي.

د چین او فارموسا مع‍ضله کې، د وساطت او صلحې لاسونه کار کوي، د کشمیر مسله غلې ده، او په ایران کې نن صبا آرامي ده.  مصر، سوډان لږو ډېر په آرام شول. دا خبرې د دنیا غټې غټې واقعې وې، چې د ملگرو ملتونو انجمن  په کې موفق دی !

اوس چې دنیا یې لږه نا ارامه کړې ده، د اسرایلو تعرضات د شمالی افریقی حرارت او د پښتنو، بلوڅو انجره خبره ده، ولې سړی باید مایوس نه اوسي.  لکه څنگه چې علایم او امارات څرگندوي که د دنیا لوی دولتونه او قوتونه په صاف نیت او بیغرضه ارادې سره په میدان کې خپل رول و لوبوي، نو ارومرو به دغه خبرې هم د صلحې او سلام په احاطه کې کرارې او فیصله شي.

که لوی دولتونه وړو دولتونو سره د تعرض او بد امنۍ دپاره کومک او اشاره و نکړي او پخپله هم  د جاه طلبۍ او استعمار فکر له سره وباسي، نو دستی دنیا گل گلزار ده.  مگر حرص او آز چې له حاجته زیات او غیر طبیعي شی دی، دنیا یې په خلکو تنگه کړې ده، او دوزخ یی ورنه جوړ کړې دی.  د تیرو دلایلو او تشریحاتو څخه ثابته شوه چې د جنگ عوامل، جاه طلبي، استفاده جویي، آرام طبیعي او له حاجته زیات د حیات د سویې د لوړوالي فکر دی چې په تیرو دلایلو او ددغو اسبابو معالجه ممکنه ده.

نو د جنگ جلوگیري هم امکان لري او نا ممکن شی نه دی.  پاتی شو دا شک چې خلک وایي چې که جنگ و نه شي، د دنیا نفوس به دومره زیات شي چې د غذا مسله به لاینحل صورت غوره کړي او ضرور به جنگ واقع ‍شي. اول خو داخبره نظر د دنیا طبیعي منابعو او د علم د استخراجاتو نه ډیره لیری ده، او که فرض کړو چې نژدې هم وي نو چې روغ جوړ ځوانان د جنگ په میدان کې په فجایعو او غیر قابل تحمل مصایبو مرگ ته ورکوو، ولې دا فکر نه کړو چې د انسان نسل بې ضرورته ډېر نه شي او مخه یې ونیسو او دا خبره هم د علم د کنترول لاندې راغلې ده او د انسان د قدرت لاندې ده. آخرینه خبره چې تر ټولو مهمه ده، هغه دا ده چې هر کله جنگ په مفاد واقع کیږي او جلب د منفعت او تفوق جویۍ په انسان کې طبیعي حس دی، نو زه دا وایم چې د خیر رسولو او امداد باهمي حس هم په انسان کې شته او که نه ؟  که دا حس موجود وي لکه چې هیڅوک ور نه انکار نه شي کولای او علم د هغه وجود ثابت کړې دی، نو ولې دغه اوله غریزه په دغه دویمه سره محدوده او دفع نه کړو.  که دنیا د د استفاده جویۍ او خود پرستۍ په ځای هیومنزم او انسانیت پرستۍ، تعاون با همي او د استعمار په ځای د قدرت د لایتنهاې خزانو څخه په گډه او شریکه سره استفاده خپل مرام او هدف وگرځوي، نو زه دا یقین لرم چې دغه وخت به د جنگ مخه کاملا ونیولای شي، او د جنگ خطر به په دنیا کې پاته نه شي.

 د دنیا د قدیمي مفکورې خاوندان به زما دې خبرې ته سرسري وگوري او باور به پرې ونکړي. مگر زه یوه بله خبره هم کوم او هغه داده چې لکه څنگه چې انسانیت او دنیا په خپل ارتقایي سیر کې دې حد ته را رسیدلې ده، نو آیا نور ارتقايي سیر ممکن دی او که نه ؟ هېڅوک ویلې نه شي چی نه ! نو زه په همدغه دلیل په زغرده ویلی شم چې دغسې ورځ راتلونکې ده چې انسان د جنگ فکر د تیر شوي خوب غوندې له خیاله وباسي. مشرق دې حد  ته ډېر نژدې شوی دی، اوس مغرب ته په کار ده چې په

( و تعاونوا علی البرو والتقوی و لا تعاونو علی الاتم والعدوان ) باندی ایمان راوړي، نو دغه وخت به د جنگ احتمال هم له دنیا څخه پورته شي.

مونږ افغاني جامعه د ملگرو ملتو د لسمې سالگرې په مراسمو کې په گرم زړه او د امید او آرزو په ډو سینو سره شرکت کوو.  د ملگرو ملتو تېرو خدمتو ته په درنه سترگه گورو او هیله لرو چې بنې نوع خپل تفوق عملا ددغې موسسې په واسطه د حیواناتو  په نورو انواعو باندی ثابت کړي او فکر وکړي، هغه فانده چې په استعمار کې ممکنه ده٨ نسبت هغه مضارو ته چې له جنگون او نښتو څخه انسانیت ته عایدیږي، ډیره لږه ده.  نو د لږې گټې په ځای دنیا ته ډیر تاوان اړول نه دي په کار.  هغه فایدې چې په تیرو لسو کالو کې ددغې موسسې له خوا افغانستان ته د تخنیکي امداد، معارف، حمایه اطفال د دواگانو د لیږلو او د امراضو د جلوگیرۍ له خوا وقتا فوقتا د غذایي کومکونو له مخې رسیدلې دي، د قدردانې په سترگو گورو او د یونایټډ نشن له پرگرام سره چې انسانیت ته یې مفید گڼو د انساني جامعې د مهذب او د وفادار عضو په حیث په کامل صدق او صاف نیت سره خپله همکاري اعلاموو!

خادم

دغه مقاله د (نوی رڼا ) کتاب کی خپره شویده.