د مولانا خادم مقالی

 

زموږ د تگ لار

موږ د هیچا په پل نه ځو، په خپله لار ځو، هیله لرو چې لاره د افغان او افغانستان لپاره سمه او د نجات لارثابته شي، سوال کوو چې زموږ له زړونو څځه د غرض ، تمې او جاه طلبۍ خبرې و ایستل شي !

قلم پاک او مقدس څیز دی، قلم د ناولو او ټیټو غوښتنو لپاره استعمالول ظلم دی، په دې زموږ علم دی، لویه او عالي ارزو ملیت دی، لویه چاره خدمت دی او اتفاق دولت، زغم او خندا خورا ښه خصلت دی.

ډېره خوشحالی ده په دې چې موږ د خلکو خدمتگاران یو، نه لیوان او نه ښاماران. 

دین، وطن، دولت او ملت ته په احترام قایل یو، شرع او قانون محترم گڼو، ولې چې دا د بهبودۍ او سړیتوب لویه لار ده، په دې کې دی د هر چا وقار.

د حکومت په مقابل کې زمونږ رویه اسلامي ده او افغاني، موږ د ښو په مقابل کې شکر باسو او اطاعت کوو،  نه ظلم کووو او نه ظلم منو.

نه شو کښیناستې بیکار، خوښ مو دی زیار، مخالف یو د هر غدار، که راباندې څوک نه بلوسی، موږ په چا نه بلوسو، خپل حق غواړو او د بل ورکوو، ایمان لرو په آخرت او عذاب، دنیا ده ځای د حساب !

د لاس تڼاکې د اسمان ستوري گڼو، خو د زړه تڼاکې په زړه نه شوپریښودای، زیارمن مو خوښ دی، خو حریص دولتمن مو بدې راځي، هغه چې بیکاره مزد غواړي او بې گټې سود، یعنې هغه تیارخور حسود !

د وطن ډلې او گوندونه چې د وطن وي زموږ وروڼه دي، د قلم او کار وگړي موعزیزان دي او هم مسلکان، هیچا ته نه لرو خیال د تاوان او نه ډاریږو له کوم زیان، دا دنیا ده د سودو زیان، هیڅوک نه پاتې کیږی په یو شان !

د وطن په حال زوریږو، د ولس په بې زړه توب کړیږو، دا غیور ولس ولې شي بیغیرته، دا د همت ځمکه څله شي بې شهامته، بې شرمي او بې حیايي ولې شي باب ؟ !

د گاونډیو ملکونو سره همسایگي او د محتاجه مملکتونو سره دوستی ساتو، دښمني نه تازه کوو ، خو موقع هم نه ورکوو چې څوک په موږ یرغل وکړي، په دنیا کې دوستانت ډېر ښه دي، خو بادار یو هم بد دی!

د بادارۍ وخت تیر بولو، نه یې کوو او نه یې منو، په داخل کې وروري او په خارج کې مساویانه دوستي ښه سلوک دی، په خارجي سیاست کې توازون ضرور دی، خو پښتانه د نېکۍ او احسان بدله په ځان پور گڼي !

ډلې او ټپلې ښې دي او که بدې، مگر موږ لپاره به ښه تاثیر و نه لري، د قرضونو لاندې ملاټیټول د سر ټیټولو باعث کیږي. په قرض باید تولید وشي او تادیه یې له گټې څخه په نظر کې ونیول شي.

په تجارت باید له خارجه گټه راوړی شي،  مملکت د خارجي تجارت منډیې گرځول خطرناک نتایج لري، قانوني خلاگانې باید نه وي او په قانون کې خلا عظیمه گناه  ده، د خلکو حرمت ساتل ښه کار دی، مگر د خلکو لپاره د قانون پایملول تر بدو هم بد دی.

څوک چې زموږ په وطن کې کار کوي باید زموږ قانون ومني، خو که څوک زموږ له قانونه سر باسي، باید له وطنه یې سر و ایستل شي.،

لوی افغانستان که کوچنی شوې وي، دا به ملي قصور نه وي، خو که جوړ نه شي نو قهر به ورته سوړ نه شي.

وروري او دوستي په حي ساب ده، دا مسله د پښتو د مقدد کتاب ده، غریبي به ومنو او مرگ، خو نه د ټپسورۍ سازوبرگ، دا زه نه وایم، دا وایی افغان، هغه چې بولي یې پښتون مسلمان، هغه چې نادار دی خو  دارا دی د ایمان.

  استعمار او اساتثمار دواړه لعنت دی، مفت خوري له ټولو بد عادت دی، چل ول کول د شیطانانو خصلت دی، موږ ټگان نه یو، او خوښ مو نه دي ټگان، لعنت شه په هر شیطان.

دلته په دې ملک کې سپرغې دي او لمبې، پټې په ایرو کې پرتې دي او ویدې، په دې غرونو کې اورتونونه دي پټ، نه ښایي چې په تیلي شي پاشان، دا ملک دی د افغان.

سلام ای پامیر او سپین غره!

درناوی ای امو او خیبره!

در ځار شم اې د تاترې او تیرا سره!

ای مارگلۍ او هراته!

ای گوراد او سواته!

ای د لوړو څوکو گوربته سلام!

ای لرغونیه غور او باختره احترام!

خادم

مولانا قیام الدین خادم د کتابونو نه علاوه زرگونه مقالې او رسالې لیکلي دي. (رڼه چینه) د ارواښاد قیام الدین خادم د مقالو مجموعه ده چې استاد لعل پاچا ازمون په تیرو څو کالونو کې غونډې کړي او د افغانستان د علومو د اکاډمئ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، په دوه جلدونو کې چاپ کړیده.

 

 نوټ:

دا څو مقالې مو د همدی ټولگو نه د نمونی په ډول دلته خپری کړې. رڼه چینه د مولانا خادم د نثري لیکنو مجموعه ده. د پښتو د معاصر منثور شعر بنسټگر، استاد خادم د نثرد ځانگړتیاوو، شاعرانه افکارو، د استدلال د قوت، موسقیت، لفظی ښیگڼو، د منثور نظم او د هغه د نثر خصوصیات په ‏دغه کتاب کې (رڼه چینه ) لوستلی شې. 

دانلود