خادم صیب د افغان ناسونالزم ایډیال طراح

خادم صیب د افغان ناسونالزم ایډیال طراح
ډاکتر ځلاند
 
دا چې وخت کم و، او زما سره د خادم صیب د کتابونو زیرمه هم نشته، نو ومې نشوای کولای چې د ارواښاد خادم صیب د سیاسي نظریاتو غوړچان وړاندې کړم. بنا پردې مې یواخې د ویښ ځلمیانو د کتابونو چې بڅرکې صیب او زرملوال صیب لیکلي د هغوی په مطالعه او دارنګه د خادم صیب د کتاب ( ټولنپال افغان مونوفست ) په لوستلو بسنه وکړه.
د ارواښاد خادم صیب د لیکنې سبک بیخې خپل او جلا دی، هغه لومړې ځانته مخاطبین په نښه کوي او بیا هغوی ته د خپلې لیکنې موخه او لاره ټاکي، تر څو مخاطب د هغه په لیکنه، دلایلو او وړاندیزونو کې ځان وګوري او د هغه له لیکنې سره تر پایه ملګری شي. بل دا چې په سیاسي لیکنو کې د د مقایسوي لیکنو ( Comparative Analysis) لیکنه تر ټولو سخته لیکنه وي، ځکه چې زیاتي مطالعې او کره معلوماتو ته اړتیا موجوده وي ترڅو موږ وکولای شو دوه بیل سیاسي نظامونه، تیوري یا نظریات او دارنګه اشخاص مطالعه کړو او بیا یې په وړاندې لیکنه یا خپل نظر وړاندې کړو. خادم صیب پخپل دې کتاب کې هغه ټول مهم توکې په پام کې نیولي چې یو ښه لیکوال، سیاستپوه، ټولنپوه او درانګه سیاستوال یې باید په نظر کې ونیسي.
ټولنپال مونوفسټ په ۱۹۴۳ ز کال کې لیکل شوی، چې له نن څخه کابو ۴۳ کاله د مخه د ګران افغانستان په سیاسي بحران، د سیاسي فعالانو په نظریاتو او هلو ځلو یو ځغلنده خو ژور نظر غورځوي. له بده مرغه، ۴۳ کاله وروسته هم افغانستان له ټولو هغو بدو حالاتو او لا هم له بدترو حالاتو سره مخ دی، کوم چې څلور لسیزې د مخه موجود وو.
ارواښاد څلور لسیزې د مخه د افغانستان د ستونزي حل په ناسونیالیزم ( ملي واکمنۍ کې وړاندې کوي) او نن هم د افغان غمیزې یواځینی حل د افغان ملي واکمنې په رامنځته کولو کې ترسترګو کیږي.
هغه د افغانۍ ټولنې د وروسته پاتې والي دلایل داسې په ګوته کوي:
• افغانانو ځانونه یې نه دې جوړ کړي. ځانته یې پام یا توجه ډیره کمه کړي.
• د ملي ژبې د پیاوړتیا د پاره کمې هلې ځلي ـ پښتو پالنې ته شا کول.
• د لوی غربي استعمار له فتنو سره عنودانه او په ډاګه جنګ ته مجبوریدل.
• پخپله په ځان د طبعي او نشر، علم او فن ، فکر او عمل دروازې بندول.
هغه د ناسیونالزم اصلي بڼه او بنسټ پخپل کتاب کې بیانوي او هغه د ټولو سیاسي بنسټونو مور بنسټ ګڼي. هغه د ملت د جوړښت د پاره اته مهم ارکان لازم بولي. وطن، ټبر، دین، ژبه، ملي حکومت، اقتصادي ګټه، کلتور، تاریخ، مشترک اداب او رسوم. هغه په دې ټولو کې د خلکو ګډه اراده یا ناسونالیزم دی چې د ارنست رینان په شان یې ارواښاد خادم صیب هم د ملت جوړوني د پاره لازمي جز ګڼي.
د افغان قوم د لویدلو او انحطاط دلیل هم لکه د نورو قومونو په شان دنیا ته کتل او عبرت نه اخیستلو کې نغښتی، کوم ملت چې د خپلو کړو خطاګانو د پاره د اصلاح لاره نه خپلوي هغه لا پسې لویږي او ورکیږي. د ملت د ژوندي پاتې کیدا دپاره دا لازمي بولي چې باید خپل ملي هويت وساتي، او ملي هویت په اته ذکر شویو ارکانو کې خلاصه کوي، کوم ملتونه چې دې مسایلو ته جدي پام کوي هغوی تلپاتی او سرلوړی ژوند لري.
ارواښاد غربي استعمار د افغاني ناسونالزم تر ټولو ستر دښمن بولي، هغه بوروکراسي د استبداد یوه نوي بڼه بولي او د غني له جال سره یې مقایسه کوي چې خپله خو په کې نه نښلي خو ښکار ورڅخه وتلی نشي. هغه د څلور لسیزې مخکنې سیاسي حالت ته داسې اشاره کوي لکه په ننی ورځ کې چې ژوند کوي ـ کوم وخت چې یو ملت د صریح استبداد عصر څخه تیر شي، نو د قانون په شکل استبداد ته نوبت رسیږي، په ښکاره خو قانون ، شوری، عدلیه او حکومت موجود وي، مګر دا ټول د ملت د سر او مال د چور او چپاو د پاره د یوې ډلې په شکل متفق وي ـ چې له بده مرغه دا یوه لسیزه همدا بڼه د استبداد په موږ مسلطه ده.
دا چې زمونږ په سیاسیونو لا هم دا مفکوره سپره ده چې که د غربیانو په رنګ کې رنګین شو نو دوی به پرې ووهو، خادم صیب محترم دا د نوي غربي استعمار زیږنده نظریه او دسیسه ګڼي.
• دا چې افغانستان په ۲۰۱۳ کې له دوه دښمنانو سره په ګډه جبهه کې را ښکیل دی نو د مستقیم او غیرمستقیم دواړو استعمارونو تر اغیز لاندې دی: خادم صیب لیکي چې استعمار له مستعمر څخه دا ډول استفاده کوي:
• د مستعمرې د تجارت کنترول.
• د مستعمرې معادن او خام مواد پخپله ولکه کې راوستل.
• په مستعمره کې د خپلو مالونو د خرڅلاو د پاره بازار جوړول.
• له مستعمرې څخه په ارزانه بیه مزدوران په کار اچول.
• په مستعمره کې نظامې اډې جوړول.
• مستعمرو څخه ارزانه عسکر جلبول.
• په مذهبي تاوتریخوالي کې د مطلوبي مذهبي ډلې پلوي کول.
• د مهاجرینو په واسطه منفعت طلبي او اغتشاش پیدا کول .
کوم خلک چې استعمار ته کار کوي، د هغو ځانګړنې څه داسې بیانوي: داسې کسان چې استعمار ته کار کوي، طماع، خپل چاري، د پیسو بندګان، بې رحمه، بې عاطفي او د ملي روحي نه کاملا بې برخي وي.
د نوي استعمار په اړه هغه د ګانا د ریس خبره کټ مټ راخلي چې ویلي دي ـ نوی کالونیزم هغه سیاسي حالت دی چې د هغه په اساس استعمار په یوه لاس ازادي ورکوي او په بل لاس یې اخلي.
ددې ټولو استعمارونو او دسیسو په وړاندې یواځینې د حل لاره هغه په ناسیونالزم کې خلاصه کوي. ناسونالزم د ملت سنګر بولي. استعمار او استثمار د پاره ډیر نادر تعریف وړاندي کوي هغه دا چې یو به مري، بل به یې د سر لاندې ډوډۍ لټوي.
په پای کې قدرمن ارواښاد خادم صیب لیکي چې کله یو ملت د بهرنیانو ښکار شي، د هیواد په شرف او ناموس، دین او ایین، مفاد او اقتصاد کې پخپله خوښه لاس وهنه پیل کړي، نو پوه شي چې استعمار او استثمار پخپل ټول قوت راغلي او متمرکز شوی دی، د ملت او ولس جرړي به باسي. دغه وخت د نوابغو د ظهور دی، د هغه وخت د برد او بای دی، دهغه وخت د فتح او شکست دی دهغه وخت د قرباني او جهاد دی.
خادم صیب د څلورو واړو سیاسي روشونو یا مسلکونو بنسټ او اساس هغه ناسونالزم ګڼي :
• ناسونالزم ملت پالنه
• کاپیتالیزم سرمایه پرستي
• سوسیالیزم ټولنپانه
• کمونزم وګړپالنه
ددې ستونزو په وړاندې د حل لاره :
• کومکونه دې له ملګرو ملتونو څخه واخیستل شي.
• ملي ایمان او په ځان اتکا دې په هیواد کې تقویه شي.
• حکومتونه دې د ځان د ملاتړ دپاره له دیموکراتیکو لارو د ملت ملاتړ تر لاسه کړي.
• ښوونه او روزنه دې په هیڅ صورت پردو ته نه پریښودل کیږي.
• د ځوانانو سپارل بهرنیانو او بهرته باید تر هغو ترسره نه شي تر څو چې ځوانان پخپل کلتور او ملت کلک نه وي روږدي شوي.
• د بهرنیو نشراتو او مطبوعاتو دې په کلکه څارنه ترسره شي.
• ملي فنون او هنرونه دې د اصلاح په نامه مخلوط نشي.
• بیکاري او بدکاري هم کلتور وژني او هم اقتصاد.
• دا متل باید په یاد وساتو چې له پردي ځوی خپله لور ښه ده.
تر هر څه د مخه باید ملت جوړ کړای شي او بیا نور کارونه دې ترسره شي او ددې د پاره د لینن او ماوڅي تونګ مثال وړاندي کوي. که روس او چین ملت نه وای نو دې دواوړو به څه کړي وای؟
هغه بې لارې حکومت د ټولو بدمرغیو لامل ګڼي ـ بې لارې حکومت ملت هم بې لارې کوي او چې ملت بې لارې شي دا نو بیا داسې خساره ده چې تلافي یې په اسانه ممکنه نه ده.
هغه د ځوانانو د پاره لیکي ـ هغه کسان چې نوي بې تجربي ځوانان په ځان را غونډوي او د تشدد نارې وهي، ساده ګان به وغولولي شي، خو کار مي یقین نه دی چې ویې کړي. دوی غواړي چې نهضت په نطفه کې عقیم شي.
په اخر کې خادم صیب د نني افغانستان په اړه داسي لیکنه کوي ـ ننی افغانستان د پخواني لوی افغانستان وړه نمونه ده څرنګه چې لوی ووړ شو، نو که همدغه علل او اسباب چي لوی يې د ووړ حد ته را ورساوه، موجود وي. نو دا ووړ ورک کولای او چور محوه کولای هم شي.
 
نوټ:
 
درنو لوستونکو!
 
له نیکه مرغه افغان ټولنپال، د مولانا قیام الدین خادم دغه کتاب،‌ په همدې سایټ‌ کې د کتابونو په برخه کې پروت دی.‌ هلته پوره کتاب لوستلی شی.‌
ټولنپال مانوفست،‌ څوکاله مخکې، د خادم صاحب د لور تورپيکې خادم سنګین او د خادم صاحب د زوی میا روښان خادم په کوشش چاپ‌ او خپور شویدی.‌