زمونږ خادم

                                                         

د افغانستان د نظامي، سیاسي او امنیتي وضعیت له امله، د نیمگړتیاوو په لړ کې، د حکومت له لوري په منظم ډول، د ملک د پوهانو، عالمانو، سیاستمدارانو، ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او محقیقنو یادونه هغسې چې لازمه وه، نه ده شوې. په دې لړ کې یو مولانا قیام الدین خادم دی چې د څو کالو راهیسې یې په رسمي او غیر رسمي ډول تلین نه دی نمانځل شوی. خوهیله ده چې یوه ورځ په ملک کې د سولې او امنیت په فضا کې ددې ملک د ټولو خدمتگارانو د کارنامو یادونه او درناوی وشي. 

    

(زمونږ خادم) دا د هغه شعرعنوان دی چې مرحوم حافظ، د پښتو ژبې شاعراولیکوال، په ١٣٦٠ هجري قمري کال کې، ویلی، او د مولانا خادم د تلین په مناسبت غونډه کې یې لوستلی و. مرحوم حافظ ، په هماغه وخت کې دغه شعر د یو لیک سره یو ځای زیبا خادم ته لیږلی ؤ. 

 

 

 

زمونږ خادم

 

هغه خادم چې د خپل قام او د وطن خادم و                            هغه خادم چې د تالا ترغۍ گلشن خادم و

هغه خادم چې زړه یې کور ؤ د افغان د مینـی                        هغه خادم چی زړه یی ډک ؤ د انسان له مینـی

هغه خادم چې خادمي یی افتخار گڼله،                                  خو د بندگانو بندگی یی ځان ته عار گڼله       

هغه د لوړ احساس خاوند او جهانبین خادم                             ؤ خپل ولس سره په هر وخت کې رښتین خادم

هغه چی زړه کې یی د مینی ولولی ښوریدې                          هغه چې فکر کی یی نوې ولولی ښوریدی

هغه په زړه باندی دردمن او کړیدلی شاعر                            هغه د وخت له امتحان څخه وتلی شاعر

تل یی د وخت د هر ستم سره ډغر وهلی                               که زورگیر غر ؤ، ده د غر سره، خپل سر وهلی

په زړه کی اور په سر کې شور ؤ د وطن ورسره                    مینه وه عشق ؤ په هر حال د خپل وطن ور سره

د خپل وطن د سم او غر سره اشنا خادم                                 د وطن بڼ ته ؤ رښتیا باد سبا خادم

د لوړ پامیر د هندوکش د کږلیچونو خادم                               د کونړي او د هلمند د غورزنگونو خادم

هغه د ستر هیواد فرزند، د ټول افغان خادم                            هغه د سولې لوی قاصد ،او د انسان خادم

یوه شیبه نه ؤ بی غمه، د جهان له غمه                                 تل یی ،د زړه وینې خوړلی ،د انسان له غمه

ؤ د روښان او د خوشحال د هر سنگر ملگری                        له تورې شپې ځنې بیزار، ؤ د سهر ملگری

ؤ قافلی د خپل ولس ته،  ښه څاروان خادم                             د منزل خوا ته په کلک هوډ باندی روان خادم

په ستر هیواد کی د روهي گلو ملیار خادم                              د خپل ادب د خپلې ژبی د گلزار خادم

چې یی له علمه سره ؤ، مدام عمل ملگری                             زمونږ خادم ؤ په رښتیا داسې اتل ملگری

ورته څرگند وو، د نبوغ او عبقریت رازونه                          په دغه برخه کی لری څومره ژور بحثونه

له ملغلرو یی د شعر امیلونه جوړ کړل                                 د ادب ناوې ته یی څه ښکلي هارونه جوړ کړل

له یو مرموزه غوندې درده، کړ فریاد، خادم                          په دغه سوز کی ساز موندلی ؤ استاد خادم

په زړه کې یی اور ؤ، خو په شونډو به یی، موسکا خپره وه      په دی موسکا کی یوه پټه مدعا خپره وه

دغه لوی مشر په کشرانو تل نظر درلود                              خو هر نظر یی د کیمیا غوندی اثر درلود

د علم بحر فیلسوف شاعر ادیب خادم                                   د وخت حکیم زمونږ دردونو ته طبیب خادم

داسې خادم  چې پس له مرگه هم خادم پاتی شی                      د کاڼې کرښې یی فکرونه وی سالم پاتی شی

د ژوند اووبه یی د خدمت څښلي،  خادم کله مري                   که په دار کړی سنگسار کړیدی خادم کله مري

چې په رښتیا څوک د وطن او د خپل قام خادم شی                   نو دخادم غوندی به تل علی الدوام خادم شی

چې هر مخدوم ورته، خپل سر، په احترام ټیټوی                     خادمی کله د خدمت دا لوړ مقام ټیټوی

خادمه! ستا دغه سترې ته سلامونه لیږم                                د زخمی زړه ورسره مل څو فریادونه لیږم

ستا د فکرونو د ډیوو، په پلوشو می قسم                                ستا د نظر، په دی ناپایه شان ورشو، می قسم

ستا د خیالونو د شاهین په الوتو می قسم                                 ستا د شعرونو په خوږو خوږو نغمو می قسم

زه هم شاعر یم تا روزلی تا پاللی یمه                                    زه هم د ستا غوندی د عمر کړیدلی یمه

زه به د ستا د زړه په سوز کی نوی ساز پیدا کړم                     هم به د ستا د پټ ارمان هغه پټ راز پیدا کړم  

 

( حافظ )

د ١٣٦٠ کال د سنبلې دویمه