د مولانا خادم بیوګرافی

د قیام الدین خادم معرفي

قیام الدین خادم ، د ملا حسام الدین زوی، د ملا علی گل اخنزاده نمسی په ١٢٨٦ هجری شمسی کال کی د ننگرهار د کامې د فقیر صاحب د ورثې په قریه کښی ځیږیدلی دی. ابتدایی تحصیلات یی لکه خط، فارسی، عربی صرف و نحوه د خپلی مور او پلار او څه د خواو شا استادانو څخه زده کړی دی، او بیا د عالی تحصیلاتو دپاره د ننگرهار، کونړ، لغمان، کابل او د پیښور په درسخانو گرځېدلی دی، او وروسته د عالی تحصیلاتو د تکمیل دپاره د پنجاب او هند په مدرسو کښې داخل شویدی. په وطن کښی دننه، دده د صرف و نحوی، منطق، حکمت او فقهی استادان دا وو:

مولوی عبدالعزیر صاحب، د کامې دده غازی مولوی، عبدالغفورصاحب د کنډیباغ، میا عبدالعلی صاحب د کیلغو، میاگلستان صاحب د بر بهار، عبدالرشید صاحب د لغمان د عمرزیو، مولوی میر عالم صاحب د تگاو، دروداتو د حصارک د منطقی ملا صاحب، د روداتو د سرشاهی مولوی صاحب ، په پیښورکی مولوی سمیع الحق د ترخې، د رځړو صاحب حق صاحب ، په پنچاب کښی یی مکهد شریف په مدرسه کښی درس ویلی دی. د هندوستان د ډیلی په فتحپورئ مدرسه او د مراد اباد په عربی مدرسه او د لودهیانی په عزیز مدرسه کښی داخل شویدی . منطق، حکمت ، فقه، اصول، تفسیر،بدیع، بیان،    ریاضیات، مناظره، طب اونورعلوم یې له جیدو استادانو څخه ویلی دی. 

تر دې وروسته یی په معلمئ، شاعرئ، لیکوالئ او تالیف او تصنیف لاس پورې کړی چی تر اوسه لگیا دی. دی پخپله ځان داسی معرفی کوی:

تعارف

 

(١

د پلار د پلار د خوا نمسی د میاعمر یمه زه                             د پلار د مور نه د اخوند بابا پسر یمه زه

مور مې له پلاره د فقیر صاحب نسب ته رسی                          د مور له موره د خواجه احرار ځیگر یمه زه

(٢

د میا عمر صاحب زیارت په څمکنیو کښی دی                           فقیر صاحب د کامې بره خوا ښخیو کښی دی

اخوند بابا دی په کونړ، خواجه احرار په هرات                        (خادم ) ددغو صاحبانو په نمسیو کښی دی،

(٣

فقیر صاحب عبدالرحمن سیلان یادېږی                                   دده فرزند صاحبزاده (مراد علی ) یادیږی

په پښتونخوا کښی میا عمر دی په رښتیا منلی                          دده فرزند او خلیفه (محمدی) یادیږی

(۴

محمدی، صاحبزاده ؤ لوی شاعر د پښتو                                  مراد علی صاحبزاده ؤ مفسر د پښتو

د پلار له موره په میراث راته پښتو پاته ده                               (خادم) به و نه منی هیڅکله منکر د پښتو

(٥

یمه (خادم) کله می ځان ته (سیلانی) ویلی                               کله می ځان په (احراری) ، (میا عمری) بللی

پلار می د شگې په زاخیلو کښی خاړپوڅی کړی                           په دی لحآظ می کله ځان په (زاخېلی ) بللی

 

                                          دعلم و شعر په زانگو کښی زنگیدلی یمه                                           

                                          له ابتدا نه په دې لاره باندی تللی یمه                                           

 

د رسمی  خدمتو په لړ کښی په ١٣٠۴ هجری شمسی کښی د کامې د سنگرسرای د لومړنی ښوونځی معلم مقرر شو. په ١٣٠٦ هجری شمسی کی د جلال اباد په رشدیه کښی د فارسی او عربی ادب او گریمر او د علم ثروت استاذ و ټاکل شو.  بیا انقلاب وشو. تر انقلاب وروسته په ١٣١٢ هجری شمسی کښی د کندهار د پښتو انجمن ته په غړیتوب لاړ. تر دغه وخته یی په لواړگی کښی یوه ازاده مدرسه ( مدرسه حفظ الاسلام لنډیکوتل) په نامه جوړه کړی ده چې تر ۴٠، ٥٠ کسو شاگردان په کښی داخل وو. د پښتو، فارسی، اردو، خط او حساب ښوونه یی په کښی کوله.  په ١٣١۴ هجری شمسی کښی دکندهار ادبی انجمن کابل ته راغی، په ١٣١٦ هجری شمسی کی د کابل د ادبی انجمن سره یو ځای شو او ( پښتو ټولنه ) یعنی (پښښتو اکاډیمی) ترې جوړه شوه.

ښاغلی خادم په پښتو اکاډیمی کښی لومړی د (زېری) اخبار چلوونکی، بیا د تالیف او ترجمی د څانگی مدیر او په ١٣١٨ هجری شمسی کښی د پښتو ټولنی معاون مقرر شو. په ١٣٢٠ هجری شمسی کئی د ننگرهار د جریدی ( اتحاد مشرقی ) مدیر شو. په ١٣٢٣ کښی هجری شمسی کښی د دایره العارف د ترجمی د څانگی مدیریت ته تبدیل شو.  په ١٣٢٥ هجری شمسی کښی د جلال اباد د تعاونی ډیپو د تفیش لوی مدیر وټاکل شو.  په ١٣٢٨ هجری شمسی کښی د حکومت په امر په همدغه عهده هرات ته ولیږل شو. پس له دریو میاشتو بیرته کابل ته راغی، لاس یی له کاره و ایستل شو. شپږ میاشتی په کور کښېناست.  بیا ١٣٢٩کښی د طلوع افغان مدیر مقرر شو.  څه موده پس دده عوض مقرر شو او دی بېکاره پاتی شو.  بیا د څه مودی دپاره د کابل د مجلی مدیر مقرر شوی ؤ.  بیا له دې ځایه، د یو کال دپاره د سروبی د برېښنا فابریکی ته د کوپراتیف د لوی مدیر په حیث لاړ.  په ١٣٣١ هجری شمسی کښی د پښتو د تدریساتو لوی مدیر مقرر شو او د زیری اخبار یی هم چلاوه.

په ١٣٣٥هجری شمسی کی د څلورمی درجی کدر په علمی منظورئ د پښتو ټولنی ادبی مشاور و ټاکل شو.  په دغو کالونو کی د ادبیاتو د پوهنځی استاد هم ؤ.  په  ١٣٣٩ کی د ښاغلی خادم علمی کدر یو درجه لوړشو او پنځمی در جی ته یی ارتقا وکړه.  په ١٣۴٢ کښی هجری شمسی کښی د هیواد د نشراتی موسسی په ریاست متعین شو.  په ١٣۴٣ کښی یی په اوله رتبه ترفیع وکړه. د ١٣۴۴ کال د میزان په میاشت کښی د هیواد د موسسی له ریاسته د مشرانو د جرگی په غړیتوب تبدیل شو. د خدمت د تقدیر په سلسله کښی یی یو ځل دریمه درجه تقدیر نامه اخستی ده.  یو ځل د اقتصاد د وزیر له خوا دده د صادقانه فعالیت تصدیق او تحسین شوی دی.  په ١٣۴۴ کښی  د رشتین مطلا مډال ور کړ شویدی.  په کتابونو او اثار یی نهه لس کرته جایزی اخستی دی . یو ځل یی یو نظم ( د کابل سیند ) اوله درجه جایزه واخسته. پ مشاعرو او مسابقو کښی یی ډیر کرته د مجالسو ریاست په غاړه درلود، او ډیر ځله یی مسابقی وړې دی. خو ښاغلی خادم د خپل ادبی شهرت په سبب د خلکو له حسادته شکوه لری.

دی وایی:

محسود چه د هر جا شومه په خپل اسمانی شعر     لایق دداسی شعر او مضمون دی ولی کړم !

جذبی او ولولې دې را ع‍طا د اباسیند کړې          مجبور په پټه خوله لکه جیهون دی ولې کړم!

گډیږی په وینا مې په معنا یی نه پوهېږی           (خادم) د داسی خلکو افلاطون دې ولی کړم !

 

ښاغلی خادم یو ځل ماسکو ته په شخصی توگه د علاج دپاره تللی دی او بل ځل د یو رسمی هیت په مشرئ د اکتوبر د انقلاب د جشن په مراسمو کښی د گډون د پاره تللی دی چې لننگراد او عشق اباد هم لیدلی دی.  دوه ځله پیښور ته په یوه ادبی ډله کښی او دریم ځل د پیښور د پوهنتون او پښتو اکاډیمئ په بلنه د باره گلی په پښتو سمینار کښی د شمولیت  دپاره ، همدارنگه یو ځل لاهور او بل ځل یی ډیلی ته د رسمی سفر چانس موندلی دی. 

ښاغلی خادم چې د زېری او د اتحاد مشرقی د جریدو، کابل مجلې او طلوع افغان او د اصلاح د روزنامو مدیر ؤ، او بیا د هېواد د نشراتی موسسی ریس او د هیواد ورځپاڼی چیف ایډیټر ؤ، برسیره په زرگونو اشعارو، مقالی، او اثارو یی دغه تالیفات په ځانته ډول چاپ شویدی.

١: د کوچنیانو اخلاقی پالنه، یو تربیوی کتاب دی چی د هربرت سپنسر له افکارو اخستل شوی او په ١٣١۴ هجری شمسی کی چاپ شویدی. 

٢: نوی ژوندون، د ادبی ټوټو او منثورو اشعارو یوه مجموعه ده چی په ١٣٢١ کې چاپ ته رسیدلی دی.

٣:  روهی گلونه ، د کلاسیک دیوانونو څخه په ابتکاری ډول انتخاب دی چې په ١٣٢٥ هجری شمسی کښی چاپ شویدی.

۴: پښتنولی، د پښتون ملت په سوشل سایکالوجی باندی تدوین او په ١٣٣١ کښی چاپ شویدی.

٥: د شریف سرگذشت، یوه نتیجه بښونکی قصه ده چې له اردو څخه په داسی شان ترجمه شویده چې د ترجمی گومان پری نه شی کېدای، او په ١٣٣٢ کښی چاپ شویدی.

٦: د مرغلرو امیل، د ښاغلی خادم د اشعارو لومړنی مجموعه ده چې په ١٣٣٢ کښی طبع شویده.

٧: بایزید روښان، د مشهور ملی مجاهد (روښان) د مناظرو، مبارزو، مسلک، ادبی اساساتو او سوانحو په باب نوی تحقیق دی چی اغلبا په ١٣٢٥ کښی چاپ شوی وی. 

٨: مکارم الاخلاق ، د سوریی د پوهنی د وزیر شیخ عبدالقادر المعربی د (الاخلاق والواجبات ) روانه او بالمحاوره پښتو ترجمه ده چی په ١٣٣٣ کی چاپ شویده.

٩: خیالی دنیا، د منثورو اشعارواو ادبی ټوټو دوهمه مجموعه ده چې په ١٣٣٩ کښی چاپ شویده.  

١٠: نبوغ او عبقریت، په دې مسله چی نبوغ څه، نابغه څوک، او د نوابغو تاثیر په اجتماع څه دی لیکل شویدی چې ډیرو فضلاوو خوښ کړیدی او په ١٣۴٠ کښی چاپ شویدی.

١١: نوې رنآ، د ښاغل خادم د سل مقالو او اجتماعی افکارو مجموعه ده چې ادبی او افادی اهمیت لری او د پښتو د علمی او معیاری نثر نمونه ده. دا کتاب په ١٣۴٣ کی چاپ شویدی.

١٢ د پښتو قرات له فارسی څخه نثر په نثر او ن‍ظم په نظم ترجمه شویدی چی وروسته ښاغلی ویاند په خپل نامه چاپ کړیدی.

هغه کتابونه چې ښاغلی خادم په کښی برخه اخستی ده.

١٣: معلم پښتو، په کندهار کښی چاپ شویدی. ١٣١٣

١۴:پښتو کلی اول جز

١٥: پښتو کلی دوهم جز

١٦: پښتو کلی دریم جز

١٧:پښتو کلی څلورم جز

دا څو جلده کتابونه په کابل کی چاپ شویدی خو وروسته طبع کښی ورنه د مولفینو نومونه غورځول شویدی.

١٨: پښتانه شعرا لومړی ټوک، چې (خادم ) په کښی د نیمایی نه زیاته برخه درلوده، متاسفانه وروسته ورنه د (خادم) نوم غورځول شویدی.

هغه کتابونه او رسالی چې په کالینو او اخبارونوکښی چاپ شوې دی.

١٩: د پښتو ننی لیکوال، د کابل په سالنامه کښی چاپ شویدی.

٢٠: د پښتو نثر او نثارانو تذکره ، د کابل په سالنامه کښی نشر شویدی.

٢١: سید کمال او ببو جانه، (قصه ) په اتحاد مشرقی کښی نشر شویده.

٢٢: یکه دزد، په اتحاد مشرقی کښی نشر شویدی.

٢٣: په تذکره اولاولیا ریویو، د کابل په سالنامه کښی خپره شویده.

٢۴: د خوشحآل او رحمان موازنه ، په راډیو کښی خپره شویده.
٢٥: د پښتنو د تاریخ یوه سره پاڼه، په زیری کښی خپور شویدی.

٢٦: د تقدیر لاس، (قصه ) په کابل مجله کښی چاپ شویدی.

٢٧: د بابا نصیحت ، یو نظم دی چې په جرایدو کښی، او جلا ډول چاپ شویدی.

٢٨: ایا د وطن مینه یوه غریزه ده، یوه جلا رساله ده.

٢٩: نیکی هدف دی که واسطه ؟ د یوې جلا رسالی حیثیت لری.

٣٠: کوشانیان څوک وو ؟

هغه کتابونه چی لا نه دی  چاپ شوی:

٣١:پښتنی پور، د پښتونستان دمسلی په حقوقی خوا په دوو جلدونو کی د مقالو مجموعه ده چې په رادیو او جرایدو کی نشر شویدی.

٣٢: لوی اصحابان، په دوه جلا جلدونو کی د لوی اصحابانو د سوانحو او د ژوند د حالاتو مستند تذکار دی.

٣٣: سوې نغمی، د اشعارو دوهمه مجموعه ده پس له مرغلرو امېل ویل شویدی.

٣۴: سورگل، یو ډرام دی چې د استقلال د جهاد او فتح صحنی ښکاره کوی. 

٣٥: کره پښتو، په څلورو جلدونو کښی د پښتو گریمر دی چی یو جلد یی تیار دی.

٣٦: د پښتیانا ق‍صی، یو جلد یی تیار دی.

٣٧: نصوص الحکم، حکمی وجایز دی په یوه یوه رباعی کی.

٣٨:د پښتو زده کړه، د پښتو ابتدایی کتاب د نالوستو دپاره:

د ښاغلی خادم فارسی تالیفات:

٣٩: غریزه حب خیر، په مسله لیکل شویدی چې انسان فطرتا نیک پیدا شویدی. او نیکی د انسان غریزه ده . خو بد تربیت او بد محیط انسان بدئ ته سوق کوی.

۴٠: مکالمات: د یو کتاب نوم دی چې دمعاصرینو په عصری افغانی مسایلو پوښتنی او سوال جواب شویدی.

نوټ: ځینی هغه کتابونه چې نیمکاره پاتی شویدی، هغه په حساب کښی نه دی نیول شوی.

ښاغلی خادم په پښتو کی د استادی په درجه شاعر، لیکوال او مولف دی. په فارسی یعنی دری هم د شعر او نویسندگی ښه صلاحیت لری. اشعار او اثار یی پکی پریښی دی. په عربی او اردو کښی مطالعه لری او په پری گړیدای شی. په انگریزی کښی گوزاره کوی او استفاده ورنه کولی شی. دده ځینی کتابونه او اثار په خارجی ژبو، لکه روسی او انگریزی ترجمه شوی هم دی.

د ښاغلی خادم افتخاری خدمتونه:  په ابتدا کښی چی پښتو دپاره په دفاترو او دوایرو کښی کورسونه جاری شول، او د معلمینو د تربیی دپاره مستعجل دارالملمین جوړ شو، دغه وخت ورزیده معلمان نه وو. نو ښاغلی خادم ډیر کلونه وړیا د معلمی کار کړیدی. کوم وخت چی اخباری مقالو، اجرت نه لاره، ښاغلی خادم اکثرو مجلو، جرایدو او د روزنامو سره وړیا همکاری کړیده. اشعار او مقالی یی نشر کړی دی. په ١٣٢٢ او ١٣٢٣ کی چی د پخوانی ننگرهار د ټولی سیمی احصاییه اخستل کیده ، ښاغلی خادم د یوه هیت ریاست په غاړه درلود، او د خوگیاڼو د وزیرو، پچراو اگام، پنکزیو، د شگی ، ښیوی، او دره نور احصاییه یی د قلعه شاهی پورې په پوره کامیابئ او د ملت په استرضا واخسته او کتابونه یی مرکز ته وسپارل. مگر د احصایې په نورو هیتونو پسی بلواگانې پورته شوې او حکومت او ملت ته ډېر تاوان ورسید.

ښاغلی خادم په ١٣٢٥ کی د حکومت د هغی مرستی د هیت سره چی د محیط مصیبت وهلو ته یی اعانه ورکوله په روداتو، شینوارو او نورو برخو کښی ډیره همکاری وکړه، او د ملت زیاته خوشبینی یی حاصله کړه. په همدغو کلونو کښی د لرگو د شرکت بنیاد ایښودل کېده.  ښاغلی خادم د هیت سره په خوگیاڼو، شینوارو، د غلجو په حصارک ، لغمان او کونړونو کښی د هیتونو سره وگرځېد، د ملت اقناع یی حاصله او د مخالفتونو دفع یی وکړه.  د لرگو شرکت هغه سهمی برخه چی حکومت خلکو ته ورکوله او څه یی له خلکو نغده اخسته، په دی هیت کښی هم ښاغلی خادم د یو فعال غړی په حیث له بریکوټه تر دم کلی څلویښت ورځی کور په کور وگرځېد او د شرکت د سهمونو اسناد یی له خلکو تکمیل او شرکت یی تاسیس کړ.  ښاغلی خادم د ننگرهار د لرگو د شرکت د نظار هیت بی تنخوا غړی ؤ او شرکت یی تر ډېری مودې له خوردو برده ساته چی څو په دسیسی سره له غړیتوبه و ایستل شو.

د ١٣٢٧ هجری شمسی کال د جلال اباد د بلدیی په انتخاباتو کښی د ښاروالی وکیل ودرید او د ښاریانو له حقوقو څخه یی په ښو پیشنهادونو او معقولو دلایلو دفاع وکړه. د ښار د ودانئ دپاره یی (۴٠) فقره ایزه پروگرام په جرایدو کښی نشر او صالحه مقاماتو ته وړاندی کړ. په جلال اباد کښی یی د یوادبی کلوب د تاسیس دپاره مجاهده وکړه چې د هغه وخت  تنظیمه ریس ومنله.  کلوب جوړ شو، خو څه موده پس بی دلیله وران کړی شو.  په مملکت کښی د معارف د تعمیم، د ښځو د مکاتبو د تاسیس او د ښځو د ازادئ تبلیغات او پیشنهادونه لومړی ښاغلی خادم او ملگرو یی کړی دی.  هغه وخت چې ځینو مفسدو او ناپوهو خلکو په جلال اباد کښی د هندوانو پر علیه د خارجی منابعو په لمسون تبلیغ کاوه او فساد یی جوړاوه ، ښاغلی خادم ددغه فساد په اور، په خپل علمی او دینی استدلالونو اوبه واچولې او د فساد مخه یی ونیوله. 

د مرحوم سپه سالار په عهد کښی چې ځینې عناصرو د افراط  او تفریط پر خوا میلان درلود، ښاغلی خادم هغوی تنبه کول او د هغه وخت جراید په دې خبری شاهدی ورکوی. د پښتو او پښتونستان په مسله کښی چی د حکومت د مرام جز ؤ ښاغلی خادم علاوه له وظیفوی برخې مصلحآنه افتخاری خدمت هم کړیدی، او په دې باب یی شهادتونه په تاریخ کښې پاتی دی چې اثار او جراید ور باندی گواهی وایی.

په تیرو څلویښتو کالو علمی او ادبی خدمت کښی د ښاغلی خادم نظریه د تنویر، عدالت، او تعلیم خپرول، ملی توحید او یوې ابرومندی ایندی ته د افغان او افغانستان سوق کول وو، او په دې شان د افغانی شهامت احیا کول او تقویه کول دده د فعالیتونو هدف ؤ. ښاغلی خادم اوس شپیتو کالو ته رسیدلی دی. دوه ودونه یی کړیدی. یو په ١٣١٢ او بل ١٣٢٥ هجری شمسی کښی. د ١٢ اولادونو پلار گرځیدلی دی چې درې یی مړه او نهه تنه ژوندی دی. اوه په تعلیم بوخت دی او دوه تنه یی کوچنیان دی. په دغو کښی څلور زامن او پنځه لوڼی دی. مشره لور یی ښاغلې زهرا په جرمنی کښی په زده کړه او خدمت لگیا ده. د ځان او وطن د نیکنامئ دپاره کار کوی. دویمه لور یی ښاغلې ثریا د طب د فاکولتی په دویم صنف کښی شامله او د کابل راډیو د پښتو خبرونو نطاقه ده. مشر زوی یی همایون (هوما خادم) د حبیبیئ په ١٢ صنف کښی په زده کړه اخته دی. روښان د رحمان بابا په لیسه کښی دی په شپږم صنف کښی دی. وریښمینه او زیبا د درانی عایشی د لیسی په اتم صنف کښی دی. ویما خادم د دقیقی د مکتب په اول صنف کښی دی.

په تعلیم او تربیت کښی زمونږ مراد افغاني اخلاق، ملیت، وطن او دنیا ته خدمت دی.

دانلود