د مولانا خادم سایت ګالري

یادونه:
چین، مسکو او څو نورو ځایونو ته د افغاني هیات د رسمي سفرونو دغه البوم چه، مولانا قیام الدین خادم یې یو غړی ؤ، د خادم صاحب کشرۍ لور(مکی خادم) په ۱۹۸۰ م کال کې د ملک نه د هجرت په وخت ځان سره وړی او ساتلی و. لکه څنگه چې د مجاهدینو په خپل منځي جنگونو کی د کابل ښار، ددغه ښاراوسیدونکي او ډیرې شته منې تباه شوې، په میوند واټ کې د مولانا خادم د کور او کتابخانې نښه هم پاتې نه شوه. خو مونږه نن د مکئ جانی په برکت دغه یو څو یادگاري عکسونه په دغه گالري کې گورو .