بلاګ

د شاعر مسلک
سهي لاره به ښایم که وم وم، که نه وم نه وم
رښتیا رښتیا به وایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د حق د پیروۍ نه مې، بل څه نشته په زړه کې
چې څه یمه، همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
آزاد یم زیږیدلی، بندگي کولی نه شم
بنده د خپل مولا یم که، وم وم، که نه وم، نه وم
په بډو خوشامندو مې، ځان خوښ نه دی، چې غټ شم
که غټ یمه همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې، د قام له څه جهته
د ښمن د هغه چا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
خدمت د خپلې ژبې، قام وطن، زما مسلک دی
په دې مینه به پایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
کرم ښکلي گلونه، چې گلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
په ماته کښتۍ ناست یم، طوفانونه دي، په مخ کې
په دې لاره یې بیایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د ناز په خوب ویدې غنچې، ورو، ورو را ویښومه
خادم باد صبا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
مولانا قیام الدین خادم
کابل مېنه

مولانا خادم ویبپاڼه

01/01/1970

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د علمي او ادبي آثارو ویبپاڼې پرانیسته وشوه.(خادم مېنه) په نوم یاد ویبسایټ د ارواښاد استاد خادم د کورنۍ  له خوا پر لیکه شوی او د پښتو ادب د یاد ستوري علمي... بشپړ متن