بلاګ

د شاعر مسلک
سهي لاره به ښایم که وم وم، که نه وم نه وم
رښتیا رښتیا به وایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د حق د پیروۍ نه مې، بل څه نشته په زړه کې
چې څه یمه، همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
آزاد یم زیږیدلی، بندگي کولی نه شم
بنده د خپل مولا یم که، وم وم، که نه وم، نه وم
په بډو خوشامندو مې، ځان خوښ نه دی، چې غټ شم
که غټ یمه همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې، د قام له څه جهته
د ښمن د هغه چا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
خدمت د خپلې ژبې، قام وطن، زما مسلک دی
په دې مینه به پایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
کرم ښکلي گلونه، چې گلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
په ماته کښتۍ ناست یم، طوفانونه دي، په مخ کې
په دې لاره یې بیایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د ناز په خوب ویدې غنچې، ورو، ورو را ویښومه
خادم باد صبا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
مولانا قیام الدین خادم
کابل مېنه

د ډاکټر اسمعیل یون سره د مولانا خادم په هکله د امریکا غږ مرکه

01/01/1970

د مولانا قیام الدین خادم د ژوند او افکارو پیژندنه  درنو لوستونکو! د مرحوم مولانا خادم د ژوند، شخصیت، علمي، سیاسي او فرهنگي خدمتونو د عمومي پیژندگلوی دپاره، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د استاد... بشپړ متن