د ډاکټر اسمعیل یون سره د مولانا خادم په هکله د امریکا غږ مرکه

د مولانا قیام الدین خادم د ژوند او افکارو پیژندنه 

درنو لوستونکو! د مرحوم مولانا خادم د ژوند، شخصیت، علمي، سیاسي او فرهنگي خدمتونو د عمومي پیژندگلوی دپاره، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د استاد، ډاکټر محمد اسمعیل یون سره د امریکا غږ مرکه همدلته اوریدلی شئ.

ښاغلی یون ویلي دي:

 مولانا قیام الدین خادم، د شلمې پیړۍ د افغان نشنلزم بنستگر دی. په داسي یو وخت کې چې زمونږ افغاني هویت او ارضي تمامیت ته ډیر خطرونه متوجه وو، دا ضروري وه چې د خادم صاحب د ملت پالنې او ملت جوړونې افکار، ځوان نسل ته تشریح او توضیح شي.

نو ما دا غوره وگڼله چې د خپلې ډاکترۍ تیزیس د خادم صاحب د ژوند او افکارو په هکله ولیکم.

درنو لوستونکو، دا به ښه وي چې د ډاکتر یون صاحب دغه کتاب ولوستل شي، خو که وخت کم وي نو، اسمعیل یون صاحب د امریکا غږ سره په دغه مرکه کې هم، د خادم صاحب د فکري مکتب او فلسفې په باره کې کافي رڼا اچولې ده چې همدلته یی اوریدلی شئ.