مولانا خادم ویبپاڼه

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د علمي او ادبي آثارو ویبپاڼې پرانیسته وشوه.
(خادم مېنه) په نوم یاد ویبسایټ د ارواښاد استاد خادم د کورنۍ  له خوا پر لیکه شوی او د پښتو ادب د یاد ستوري علمي، ادبي او فلسفي اثار په کې خوندي شوي، چې د غبرګولي په
۱۲
مه د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
نوموړې غونډه، چې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو په کې برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ارواښاد استاد خادم د پښتو ژبې او ادب ځلانده ستوری یاد کړ، چې په وینا یې، د پښتو ژبې، ادب، فرهنګ او نور برخو کې یې افغانانو ته نه هیرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.
پوهاند بهسودوال د یاد ویبسایټ پرانیسته په علمي او رسنیز ډګر کې یوه مهمه زیاتونه وبلله او زیاته یې کړه، چې دا د ځوان نسل پر مونږ حق دی، چې د خپلو اسلافو له افکارو او کارنامو یې خبر کړو، چې ددې ویبپاڼې په پرانیستې سره به زمونږ څېړونکي، استادان، محصلین او ځوانان د خپل یوه عالم او فاضل مشر د فکري مکتب له ابعادو خبر شي.
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال، د پښتو ژبې او ادب څانګې مشر او استاد پوهاند فضل ولي ناګار، د یادې څانګې دوه تنه نور استادان پوهاند جانس زړن او پوهنیار شفیع الله حبیب د غونډې نور ویناوال وو، چې د مقالو، ویناوو او پیغامونو په ترڅ کې یې د ارواښاد استاد خادم په ژوند، فن، شخصیت او ادبي خدمتونو رڼا واچوله.

خادم ويبپاڼې پرانیستغونډه

د غونډې په دویمه برخه کې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد پوهنیار سید عباس سادات له خوا د (خادم مېنه) ویبسایټ په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې شو او د ارواښاد استاد

خادم په غږ نوې موندل شوې مقاله او غږیز کلیپ ګډونوالو ته واورول شو.
د غونډې په پای کې د پوهنتون د مشرتابه او استادانو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره د یاد ویبسایټ پرانیسته وشوه او غونډه د ادبیاتو پوهنځي د استاد پوهندوی دوکتور الفت آواب په دعا سره پای ته ورسېده.
د دې غونډې نورو انځورونو کتلو لپاره دې لينک ته ورشئ https://mawlanakhadem.com/details/other/7/pa